1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستعراق

سوريه: د ایران پر ملاتړ لرونکو ملیشه و د امریکا هوایي برید

۱۴۰۱ شهریور ۲, چهارشنبه

امریکا د سوريې په دیر الزور کې د ایران د سپاه پاسداران له ملاتړ څخه د برخمنو ملېشه و سنګرونه په نخښه کړي دي. د امریکا پوځ د مرکزي قوماندې مرکز په حواله دا کار د امریکایي چارواکو د دفاع او ساتنې په موخه اړين و.

https://p.dw.com/p/4FxuT
Syrien | US Air Force Kampfjet F-15E
انځور: William Howard/Us Air/Planet Pix via ZUMA/picture alliance

د امریکا پوځ د قوماندې مرکز ویلي دي چې پوځ يې د چهارشنبې په ورځ سهار وختي په دیر الزور کې د ایران د سپاه پاسداران پورې تړلو وسله والو پر سنګرونو او تأسیساتو هوایي بریدونه کړي دي. د امریکا د پوځي قوماندې مرکز په خبره دغه بریدونه د امریکا د ولسمشر جو بایدن په امر ترسره شوي دي.

د امریکا پوځ په دغو بریدونو کې د تلفاتو او دا چې کوم ځانګړي اهدف په نخښه شوي دي جزویات نه دي ورکړي. دا هم نه دي ویل شوي چې دغه بریدونه د جنګي الوتکو او یا هم ډرون په وسیله ترسره شوي دي.

د امریکا پوځ د قوماندې مرکز ویاند جنرال جو بوکینو ویلي دي «دغه بریدونه د امریکایي چارواکو د حفاظت او دفاع له پاره ضروري ول.» هغه زیاته کړې ده چې دغه هوایي بریدونه د اګست مياشتي پر ۱۵ د ایران له ملاتړ څخه د برخمنو وسله والو د هغو بریدونو په ځواب کې شوي دي چې په التنف کې یي د امریکا پوځي اډه په نخښه کړې وه. په دغو بریدونو کې چاته ځاني زیان نه و اوښتی.

په سوريه کې اوس نږدې ۹۰۰ امریکایي عسکر موجود دي، په داسې حال کې چې د فرات سیند په لویدیځ کې د ایران له ملاتړ څخه د برخمنو وسله والو شمیر ډیر زیات دی.

آژانسونه: ش.ن/ ن.ز