1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستپاکستان

پاکستان او ایران د امنيتي همکاريو پر پراخولو توافق کړی

۱۴۰۲ بهمن ۹, دوشنبه

پاکستان او ایران ويلي دي چې د يو بل حاکميت او ځمکنۍ بشپړتيا ته درناوی لري او د امنيتي همکاريو پر پراخولو او د يو بل په خاوره کې د توغنديو تر بریدونو وروسته د اړيکو د بيرته رغولو له پاره یې پر هلو ځلو توافق کړی دی.

https://p.dw.com/p/4bnHb
د پاکستان او ايران د بهرنيو چارو وزيرانو په اسلام آباد کې سره ليدلي
د پاکستان او ايران د بهرنيو چارو وزيرانو په اسلام آباد کې سره ليدليانځور: @ForeignOfficePk

د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزيرانو تر پوځي ترينګلتياو څو ورځې وروسته د پاکستان په پلازمېنه اسلام آباد کې سره وليدل.

د پاکستان د بهرنیو چارو سرپرست وزير جليل عباس جيلاني، چې له خپل ايراني سيال سره یې يوې مطبوعاتي غونډې ته وينا کوله، وويل چې دواړو ګاونډيانو وکولای شول رامنځته شوي سوء تفاهمات ډېر ژر له منځه يوسي.

جيلاني وويل چې دواړو هېوادونو په خپلو اړوندو سيمو کې د ترهګرۍ پر ضد مبارزې او د يو بل د انديښنو پر راکمولو توافق وکړ.

د ایران د بهرنيو چارو وزیر حسين امير عبداللهيان، چې نن دوشنبه سهار وختي اسلام آباد ته سفر کړی وو، وويل پاکستان او ايران يو بل ښه درک کوي او د دواړو هېوادونو ترمنځ هيڅکله د ځمکې پر سر د نظر اختلافات او يا کومه جګړه رامنځته شوې نه ده.

عبداللهيان زياته کړه چې د ایران ولسمشر ابراهيم رئيسي، به ډېر ژر پاکستان ته سفر وکړي.

په دې وروستيو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ ترينګلتيا هغه وخت رامنځته شوه چې لومړی ايران په پاکستان کې هدفونه په نخښه کړل او بيا پاکستان د ايران په خاوره کې بريدونه وکړل. د دې په ځواب کې پاکستان له تهران څخه خپل سفير راوغوښت او د هغه سيال ته یې هم اسلام آباد ته د راستنېدو اجازه ور نه کړه او په دې توګه یې ديپلوماتيکي اړيکې او تجارت هم وځنډاوه.

خو ډېر ژر د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو رغولو له پاره هلې ځلې پيل شوې، ديپلوماتيکي استازي بيرته تبادله شول او عبداللهيان ته د خبرو اترو بلنه ورکړل شوه.

دا دوه اسلامي هېوادونه په اړيکو کې د لوړو ژورو تاريخ لري خو توغنديو بريدونه د څو کلونو د مودې تر ټولو جدي پېښې وې.

په اسلام آباد کې حکومت ويلي ول چې په ایران کې یې د بلوڅانو د آزادۍ جبهې او د بلوڅانو د آزادۍ پوځ بیلتون غوښتونکي په نخښه کړي، ایران بيا ويلي ول چې د جيش العدل ډلې وسله وال یې ويشتلي دي.

دا وسله والې ډلې د پاکستان په جنوب لوېديځ بلوچستان ایالت او د ایران په جنوب ختیځ سيستان – بلوچستان ايالت کې فعاليتونه کوي. دواړه سيمې چې وروسته پاتې خو په طبيعي زيرمو غني دي، ناآرامه سيمې دي.

ايران ويلي ول چې خاوره کې یې بريد د يوه سرحدي کلي نهه تنه اوسيدونکي چې څلور یې ماشومان دي، وژلي. پاکستان ويلي ول د ایران بريد بيا دوه ماشومان وژلي ول.

ب. ص/ ن. ز (Reuters)

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب