1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتياآسیا

له آسیایي سترو او نورو غوماشو څخه څنګه ځان وساتو؟

۱۳۹۹ مرداد ۲۹, چهارشنبه

د غوماشو ځیني آسیایي ډولونه ډیر خطرناک دي. د نړۍ په سطحه څه د پاسه ۳۵۰۰ ډوله غوماشي موجود دي چې له هغوی څخه یې ۵۰ ډوله په آلمان کي هم تثبیت سوي.

https://p.dw.com/p/3hBpH
Tropische Tigermücke Aedes albopictus
انځور: Imago

د غوماشو ټول ډولونه سړی په عذابوي خو آلمان ته رسېدلي درې ډولونه یې سخت خطرناک دي: د آسیایي پړانګ په نامه ستر غوماشي، د بوټو غوماشي چې جاپاني غوماشي هم ورته ویل کیږي او د بوټو کوریایي غوماشي.

د غوماشو دغه ډولونه کولای سي څه د پاسه ۲۰ ډوله میکروبونه انتقال کړي. په دغو میکروبونو د اخته کیدو په صورت کي سخته سردردي، تبه، د بدن د غړو دردونه او کسالت رامنځته کیږي.

د هغوی دغه ډولونه یو بل ته سره ورته دي. تور رنګه آسیایي ډول یې سپیني خط داره پښې او پر بدن او د سترګو په منځ کي سپین خط لري. دوه نور ډولونه یې بیا د نصواري او يا پاخه نصواري ترمنځ رنگونه لري.

اړونده موضوع: په آسيا کې د ډينگي ناروغي ډېره شوې ده

په وروستیو لسیزو کي په نړیواله سطحه مسافرتونو او د مالونو د ترانسپورت له لارې دغه ډول غوماشي له جنوب ختیځي آسیا څخه شمالي او جنوبي امریکا، افریقا، منځني ختیځ او اروپا ته انتقال سوي دي.

د آسیایي غوماشو د چیچلو د ځای درملنه څه ډول کیږي؟

آسیایي پړانګ غوماشي زیاتره وخت د ورځي له خوا چیچل کوي او هغه هم په آزاده هوا کي د سهار او یا هم ماښام له خوا. په دوی کې هم د نورو غوماشو په څیر مؤنث جنس يې وينه زبیښي ځکه خپل نسل ته د ادامې د ورکړې په موخه هغوی پروټينو ته اړتيا لري. هغه که له حیواني وینې ترلاسه شي او که له انساني. که هغه نه وي بیا نو خپل خوراک د نباتاتو له شیرې څخه هم په لاس راوړي.

په اصل کي د دغو غوماشو له خوا چیچل سوی ځای درد نه لري او د نورو غوماشو په ډول دی خو دغه ځای ډیر سور کیږي او خارښت کوي او وروسته پاړسوب رامنځته کوي.

Mueckenstiche
که سخت هم وي خو بايد د غوماشي چيچل شوی ځای ونه گروئانځور: picture-alliance/dpa Themendienst/K. Kraemer

زخم مه ګروئ!

که څه هم د چیچیلو ځای سخت خارښت کوي خو بیا یې هم شاوخوا مه ګروئ. په دې ډول بیا د هغې زهر لاپسي پراخیږي او خارش یې نور هم زیاتیږي. علاوه پر دې کیدای سي نور میکروبونه هم پوست ته دننه سي. ښه به داوي چې پر چیچل سوي ځای باندې یو پلستر ونښلوئ تر څو د میکروبونه له ورننوتو څخه مخنیوی وسي.

د چیچلو ځای باندی یخ شی ونیسئ!

په اوله مرحله کي یخي اوبه او یا هم د خپلې خولې ناړي مرسته کوي تر څو د خارښت او پاړسوب مخه ونیول سي. وروسته بیا د یخي د ټوټو، کریم او یا هم مرهمو، سرکې او یا هم له پیازو او کچالو څخه استفاده وکړئ. په دې ډول به مو د یخولو له لاري درد آرام سي.

ولې ځیني کسان د نورو په پرتله ډیر چیچل کیږي؟

غوماشي په عمومي صورت مشکل پسنده دي. ځیني کسان ډیر چیچل کیږي او نور بیا ورڅخه بچت وي. یو علت یې دادی چې د انسانانو د بدن بوی یو له بل څخه توپیر لري.

په ۲۰۱۵ کال کې د لندن د انستیتوت د پلټنې ټیم دې نتیجې ته ورسید چي امیدواره ښځې او چاغ کسان چې د بدن حرارت یې ډیر وي، د غوماشو له خوا ډیر چیچل کیږي. د وینې د ګروپ په اړه هم بیلابیلې نظریې موجودي دي. جاپاني کارپوهانو په ۲۰۰۴ کال کې د يوې څېړنې له لارې دا ثابته کړې چي د وینی د صفر ګروپ درلودونکي کسان د « اې » د ګروپ په پرتله دوه برابره چیچل کیږي. پاته دي نه وي چې د نوموړي ټیم په څېړنه کي یوازي ۶۴ کسانو برخه اخیستې وه.

اليکساندر فرويند

زموږ له آرشيف څخه: