1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبان غواړي يو سیمه ایز لوژيستکي مرکز جوړ کړي

۱۴۰۳ اردیبهشت ۱۴, جمعه

د طالبانو د سوداګرۍ وزیر ويلي دي چې حکومت یې له قزاقستان او ترکمنستان سره د افغانستان په لویدیځ کې د يوه لوژيستکي مرکز پر رامنځته کولو سلا شوی دی څو دا هېواد د سيمې د صاداراتو له پاره پر يوه ستر لوژيستکي مرکز بدل شي.

https://p.dw.com/p/4fTpC
د سوداګرۍ وزارت سرپرست عزيزي په اسلام آباد کې د پاکستان د بهرنيو چارو له پخواني وزير سره
د سوداګرۍ وزارت سرپرست عزيزي په اسلام آباد کې د پاکستان د بهرنيو چارو له پخواني وزير سرهانځور: Twitter/Botschaft Afghanistans in Islamabad

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ سرپرست نور الدين عزيزي، په کابل کې د افغانستان، قزاقستان او ترکمنستان د استازو ترمنځ د تېرې اونۍ تر غونډې وروسته رويټرز خبري آژانس ته ويلي دي چې تخنيکي ډلې به د يوه لوژيستکي مرکز د رسمي پلان له پاره د دوو مياشتو په موده کې يوه کتبي هوکړه چمتو کړي چې درې سره هېوادونه به پکې د دې خبرو اترو شپږ میاشتې وروسته پانګه وکړي.

په داسې حال کې چې پر افغانستان بهرنۍ مرستې بندې دي او دغه پر زراعت متکی هېواد له وچکالۍ هم کړيږي، حکومت یې چې د نړيوالې له خوا په رسميت نه دی پيژندل شوی، په دې اړه له پوښتنو سره مخامخ دی چې څرنګه له اقتصادي رکوده راووځي او په پراختيايي پروژو کې پانګونه وکړي.

عزیزي وويل چې دا نوی مرکز د هغو پراخو هلو ځلو برخه ده چې د افغانستان د ستراتيژيکي موقعيت څخه د ګټه اخيستنې له پاره کیږي. افغانستان چې د جنوبي او مرکزي آسيا په منځ کې پروت دی او له ایران او چين سره شريکه پوله لري، يو وخت پرې د وريښمو لرغونه سوداګریزه لاره تيرېدله.

عزیزي د دې په زياتولو سره چې طالبان د هغه په ميليونو ټنو تیلو له دې نوی مرکزه تیريدو ته سترګې په لار دي چې تمه کیږي روسیه یې په راتلونکو کلونو کې د جنوبي آسيا پر هېوادونو وپلوري، په ځانګړي توګه پر پاکستان، وويل: «زموږ د خبرو اترو پر اساس به يو لوژيستکي مرکز په هرات ولايت کې جوړ شي چې شمال به له مرکزی آسيا سره وصل کړي.»

نوموړي وويل: «دې دريو هېوادونو د دې ادعا د ثابتولو له پاره خپله ټوله هڅه کړې ده چې افغانستان ارتباطي نقطه ده.»

عزیزي زیاته کړه چې «د افغانستان له لارې پاکستان ته رسېدل بهترين انتخابب دی» او زياته یې کړه چې د روسیې د پيترولو پر صادارتو تمرکز کوي او دا چې قزاقستان هم د هرات له لارې د سويلي آسيا بازارونو ته د صادراتو پلان لري.

افغانستان کې د پانګونې له پاره شرایط څه ډول دي؟

د قزاقستان د سوداګرۍ وزير رويترز خبري آژانس ته ويلي دي چې هېواد یې غواړي لوژيستکي مرکز د يوې مهمې نقطې په توګه په نظرکې نيولو سره له جنوبي آسيا او خلیج سره د وصل کیدو په موخه د افغانستان سړکونو او د ريل پټليو تو توسعه ورکړي.

نوموړي وزير زياته کړې: «د مرکز جوړول به وچ بندر ته د لاريو د انتقال په پياوړي کولو سره د څو وجهي خدماتو زمينه برابره کړي، چېرې چې به هغه سورت او يا سره جلا کيږي او د شمال – جنوب دهلیز له لارې د خلیج بندرونو، پاکستان، د هند سمندرګي او او بيا هند ته انتقاليږي.«

عزیزي وويل چې دا لوژيستکي مرکز به په لومړي سر کې د يو میليون ټنه تیلو د ځای کولو ظرفيت ولري خو دا یې ونه ویل چې کله به کار اخيستنې ته چمتو شي.

د ترکمنستان حکومت په سملاسي توګه په دې اړه پوښتنو ته ځواب نه دی ویلی او د روسیې حکومت هم چې د ملي جشن د ورځې له امله یې ادارې رخصت دي، په دې اړه پوښتنو ته غبرګون نه دی ښوولی.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت او د انرژۍ وزير هم په دې اړه پوښتنو ته ځواب نه دی ويلی. پاکستان د افغانستان ستر تجارتي شریک دی او د انرژۍ د سيمه ایز اتصال تړونونه یې لاسلیک کړي دي.

خو له طالبانو سره د اسلام آباد اړيکي د پاکستان د هغو تورونو له وجې چې وايي طالبانو پاکستان ضد وسله والو ته پناه ورکړې ده، په دې وروستيو کلونو کې خړې پړې دي. طالبان د پاکستان دا تورونه په کلکه ردوي.

پاکستان تېر کال له روسیې څخه د تخفيف شويو خامو تيلو په رانیولو سره د دغه هېواد چې د اوکراين د جګړې له کبله د اروپا له بازاره منع شوی دی، نوی مشتري شو. افغانستان هم له روسیې څخه په ټيټه بيه تېل، ګاز او غنم رانيسي.

عزیزي وويل چې طالبان د واخان دهلیز د وروسته پاتې سيمې څخه د يوه سړک د غځولو په اړه هم له چينايي چارواکو سره خبرې اترې کوي چې افغانستان له چین سره نښلوي او دوی تمه لري چې افغانستان به ښايي د چين او ایران ترمنځ د تجارت په لاره بدل شي. هغه وويل چې افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت چارواکي په دې وروستيو کې چين ته د روزنې له پاره استول شوي ول.

ب. ص/ ن. ز (Reuters)