1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بې پولې ډاکټران: د غزې روغتیايي سیستم له سقوط سره مخ دی

۱۴۰۲ اسفند ۱۰, پنجشنبه

د بې پولې ډاکټرانو سازمان په غزه کې روغتیایي وضعيت ناوړه بللی او خبرداری یې ورکړی دی چې شته کمیو د درملنې برخه له جدي ستونزو سره مخ کړې ده. دغه زار د کمال عدوان روغتون د تیلو د نشتوالي له امله خپل فعالیت ځنډولی دی.

https://p.dw.com/p/4d0nM
Gazastreifen Rafah | Patienten aus Nasser-Krankenhaus evakuiert
د غزې تړانګې شمال لور په جبالیه کې د کمال عدوان روغتون د تیلو د کمښت له امله خپل کارونه ځنډولي دي.انځور: MOHAMMED SALEM/REUTERS

د بې پولې ډاکټرانو ټولنه وايي، د غزې په تړانګه کې د ناوړه بشري وضعیت له امله روغتیايي او طبي پرسونل په سختۍ سره د ناروغانو درملنه کوي.

د دغه سازمان مشر مینی نیکولای وایي د غزې روغتیایی سیستم د سقوط په حال کې دی. نوموړی وایي پر دغه سیستم «برید شوی دی»

نیکولای زیاتوي چې د غزې خلک په یوه ناروین کې ژوند کوي: «هغوی ناهیلي دي او لنډ مهالې سرپناوې لري. هوا سړه ده او بشپړ خواړه هم نشته.»

نیکولای وویل د څښاک پاکې اوبه نشته او د درملنې وضعيت هم ناوړه دی. دغه راز د سازمان مرستندویه کارکوونکي په خپلو خیمو کې د ټپیانو پالنه کوي او د ډیرو کسانو ټپونه د ناپاکو شرایطو له امله میکروبي کیږي.

د غزې تړانګې شمال لور په جبالیه کې د کمال عدوان روغتون د تیلو د کمښت له امله خپل کارونه ځنډولي دي. د دغه روغتون مشر احمد کحلوت وايي، چې دې موضوع وضعیت لا پسې خراب کړی او زرګونه ناروغان یې له درملنې بې برخې کړي دي.