1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اتریش کې د کډوالو د کورنیو الحاق له پاره د ډې ان اې آزموینه

۱۴۰۳ اردیبهشت ۱۶, یکشنبه

د اتریش حکومت پلان لري چې د کډوالو د کورنیو د غړو د راتګ د کنټرول له پاره نوي اقدامات وکړي. په دې لړ کې یو هم د کورنیو اړیکو ثابتولو له پاره د ډي ان اې (DNA) آزموینه ده.

https://p.dw.com/p/4fWRG
Symbolbild Asylsuchende in der EU
د دې ننګونې په پام کې نیولو سره، کانټینرونه په ښوونځیو کې د نویو ټولګیو په توګه کارول کیږي.انځور: picture-alliance/NurPhoto/N. Economou

د اتریش لومړی وزیر کارل نهامر غواړي چې د ژنیتیکي آزموینو او یو شمیر نورو اقداماتو له لارې د مهاجرینو د کورنیو د غړو د راتګ مخه ونیسي.

د اتریش دغه محافظه کاره حکومتي چارواکي د یکشنبې په ورځ رسنیو ته وویل چې دمهاجرو د کورنیو د غړو د بیا یوځای کیدو یا کورنیو د الحاق په بهیر کې د اقداماتو د یوې برخې په توګه، د اسنادو د ارزونې د څانګې د کارپوهانو او امنیتي مامورینو په مرسته باید ارزونې ګړندۍ شي.

د اتریش لومړي وزیروویل: «موږ به د سختو څیړنو له لارې د کورنۍ د غړو یوځای کیدل محدود کړو.»

د اتریش دغه لوړپوړي چارواکي، دا نه دي ویلي چې تر دې دمه په دې قضیه کې څومره ناسم معلومات ترلاسه شوي دي.

وړاندې د مهاجرینو د نیږدې کورنیو غړو یوځای کیدو بهیر د کورنا وبا له امله ځنډیدلي وه.

اوس مهال د اتریش په پلازمینه ویانا ښار کې د دغو کسانو د شمیرو د زیاتوالي خبره شوې ده. د دغه ښار د پوهنې او روزنې د شورا مشر، کریسټوف ویدرکیهر وايي، هره میاشت باید د شاوخوا ۳۵۰ ماشومانو لپاره د زده کړو ځایونه وموندل شي.

د دې ننګونې په پام کې نیولو سره، کانټینرونه په ښوونځیو کې د نویو ټولګیو په توګه کارول کیږي.

د روان کال په لومړیو دریو میاشتو کې د اتریش د کورنیو چارو وزارت ۶۹۰۰ د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه ثبت کړي دي. د دغو کسانو په منځ کې ۴۵ سلنه هغه کسان دي چې د کورنۍ د غړو د ادغام له لارې اتریش ته راغلي دي. تېر کال دغه شمېره ۱۶ سلنه وو.

د تراژيدۍ يادون؛ د مهاجرت پر لار د يوې کورنۍ د ژوند بايلل