1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستایران

ایران له نړیوال اټومي آژانس سره پر همکارۍ موافقه کړې

۱۴۰۱ اسفند ۱۴, یکشنبه

د ملګرو ملتونو سازمان اټومي ادارې یو وار بیا د ایران د اټومي دستګاوو د څارنې له پاره د دې هیواد موافقه ترلاسه کړې ده. د نوموړي آژانس مشر دغه موافقه ډیره مهمه بللې ده.

https://p.dw.com/p/4OGnY
Iran | IAEA Generaldirektor Rafael Mariano Grossi in Teheran
انځور: Vahid Salemi/AP Photo/picture alliance

د دواړو خواو په یوه ګډه اعلامیه کې چې د شنبې (د مارچ میاشتې په ۴ نیټه) په ورځ خپره شوې ده ویلي دي: «ایران خپله امادګي اعلان کړې ده چې له اټومي دستګاو څخه د امنیتي څارنې په هکله د پوښتنو د روښانه کیدلو له پاره به لا زیات معلومات او امکانات په اختیار کې ورکوي.»

اروپايي اتحادیه: د ایران پر اټومي تړون به ژر موافقه رامنځته شي

په یوه محرم رپوټ کې چې د رویټرز خبري آژانس توانیدلی دی هغه مطالعه کړي راغلي دي د نړیوال اټومي آژانس (IAEA) مشر رفایل ګروسي، د دې ګډې اعلامیې په بیړه او بشپړ ډول د عملي کیدو تمه لري. دا په داسې حال کې ده چې ایران مخکې له دې هم دې ته ورته ژمنې کړې دي چې هغه یي عملي کړي نه دي.

د امریکا د ملي امنیت سلاکار: ژر باید له ایران سره توافق ته ورسیږو

ګروسي د ویانا په هوایي ډګر کې یوه خبري کنفرانس ته وویل چې ټاکل شوې ده ایران په دې اړه معلوماتو، ځایونو او اشخاصو ته لاس رسی په اختیار کې ورکړي. نوموړي زیاته کړه چې ایران به د لا زیاتو څارونکو یا نظارتي وسایلو د نصبولو اجازه ورکړي چې د ۲۰۱۵م کال د اټومي موافقتنامې په اساس نصب او په ۲۰۲۲م کال کې یو وار بیا لیري کړای شوي وو.

د نړیوال اټومي آژانس مشر وویل چې د لا زیاتو جزویاتو د روښانه کیدلو له پاره به د نړیوال اټومي آژانس او ایران د استازو ترمنځ وروستۍ خبرې اترې «ډیر ډیر زر» په ایران کې ترسره شي.

سربیره پر دې ټاکل شوې ده چې د ایران فردو ښار ته نږدې د ځمکې لاندې اټومي تاسیساتو د څارنې چارې تر ۵۰ سلنه پورې زیاتې شي. په دې وروستیو کې په دې دستګاو کې د یورانیمو تر نږدې داسې اندازې غني شوي ذرې موندل شوي وو چې کیدای شي ترې د اټومي وسلو په جوړولو کې کار واخیستل شي.

د نړیوال اټومي آژانس مشر د څرګندونو له مخې د دغو ذراتو غني کول تر نږدې ۸۴ سلنه پرمخ تللی وو.

ایران تل ټینګار کړی دی چې له اټومي انرژۍ څخه یوازې د ملکي موخو له پاره استفاده کوي. خو لویدیځ ویره لري چې ایران به د یورانیو په غني کولو سره د اټومي وسلو د تولید هڅه وکړي.

امریکا د اټومي موافقې په ارتباط اروپایي هیوادونه ګواښلي

د نړیوال اټومي آژانس مشر له تهران سره تازه موافقه، په ځانګړي ډول د نړیوال اټومي اژانس د ۲۰۱۵م کال د اټومي موافقتنامې د بیا را ژوندي کولو امکان په پام کې نیولو سره، «ډیر زیات مهم» بللی دی.

آژانسونه: ش.ن/ ا.و.ا